کابل باختر دليند ي ديرشمه : دپروان ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه په يوه نښته کې دطالبانو يومسوول او يوغير مسوول وسله وال سرګروپ ووژل شول . دجبل السراج ولسوال سيف الله بيدار باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه دتيرې شپې په لسو بجو اوديرشو دققو دوسله والو طالبانو او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ ددغې ولسوالۍ د قادر خيلو په کلي کې ونښته چې په پايله کې يې په پروان کې دطالبانو دډلې پوځي مسوول ملا قادر له خپل يوه ساتونکي او له يوه غير مسوول وسله وال سرګروپ سره ووژل شو . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ