امنیت

يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د وري شپږمه :
دغزني او هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې پرون  دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت  دوياند مطبوعاتي  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ. په دغو عملياتو کې دغه راز درې تنه مشکوک کسان ونيول شول او ددښمن  يوه اندازه جنګي وسايل  او پنځه اتيا ماينونه کشف او شنډ شول .
دغه راز ددښمن ددرندو وسلو دډزو او په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته