امنیت

دوه تنه دقاچاق په تور ونيول شول او يوغل ووژل شو

٣٤-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  دبغلان ولايت پوليسو  نن دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاق دليږدونې په وخت کې ونيول .

 دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويدبشارت  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه کسان دمرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه دپنځو کيلوګرامو چرسو دليږدونې په وخت کې ددغې ولسوالۍ دپوليسو له خوا ونيول شول .

  ديوبل خبر له مخې، يو سراچه ډوله کرولا موټر په مرکزي بغلان کې غلا شوي او دصنعتي بغلان په لور بيول کيده چې دعامه نظم له پوليسو سره دنښتې په وخت کې ووژل شو او غلا شوي موټر او دغله وسله  دپوليسو لاس ته ورغلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته