کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اوپاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره په دوحه کې په خپله استوګنځي کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د خبرو د پيل، په خبرو کې د بحث وړ احتمالي موضوعګانو او د خبرو د دوام لپاره د دواړو لورو د تياريو په باب خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې له هلوځلو څخه د المان له هميشنى ملاتړ څخه مننه وکړه او سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان حکومت د تياريو ډاډ ورکړ.
پوتزل په خپلو خبروکې وويل چې د خبرو پيل يو مهم بدلون او تاريخي پېښه ده او المان چمتوده چې د دواړو لورو په موافقې سره د افغانستان د سولې د خبرو د راتلونکې دورې کوربه توب وکړي.
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل