امنیت

څلور ښځې د بلوچستان ايالت په کويټه ښارکې ووژلې شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
وسله والو يرغلګرو د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښارکې په يو بس موټر ډزې وکړې چې د څلورو ښځو د وژل کيدو او د يو تن د ټپي کيدو سبب شوې.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
وژل شوي کسان شيعه ګان وو او تېرماښام د ښاري بس په واسطه هزاره ټاون سيمې ته سفر کاوه چې ډزې پرې شوې.
د پوليسو يوه مامور د دي دان ورځپاڼې خبرې شبکې ته وويل: د دغه بس سپرلۍ اته تنه ښځې وې چې دريو تنو ته يې زيان نه دى اوښتى .
د بلوچستان ايالت اعلى وزير ثنا الله ظهيري دغه پيښه غندلې ده .
پخواهم د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د هزاره ګانو په اقليت بريدونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته