امنیت

په تخارکې يو سړى طالبانو ته د مهماتو د ليږدولو په تور ونيول شو

تالقان باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
د تخار ولايت د ملي امنيت د رياست منسوبانو نن يو سړى طالبانو ته د مهماتو د ليږدونې په تور ونيوه .
د ملي امنيت رياست يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي سړي غوښتل پنځوس توغندي ويشتوونکي او اووه آر پي جي توغندي په يوه کرولا کې موټرکې د دولت وسله والو مخالفانو ته وليږدوي.
خبرځاى وويل: دغه سړى له مهماتو سره د دشت قلعه ولسوالۍ په لويه لاره کې د ملي امنيت د منسوبانو په خاصو عملياتوکې ونيول شو.
پاى ع   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته