امنیت

اته تنه له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
اته تنه وسله والو  طالبانو له ډلې سره داړيکې دلرلو په تور دغور ولايت په فيروز کوه ښار کې ونيول شول .
   دغوروالي غلام ناصر  خاضع  دباختراژانس خبريال ته وويل چې اته تنه دوسله والو طالبانو له ډلې سره داړيکې په تور دامنيتي ځواکونو له خوا په فيروز کوه ښار کې ونيول شول .
نيول شويو کسانو دغور ولايت په مربوطاتو کې دورانکارو عملياتو په ترسره کولو کې لاس درلود .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې له نيول شويو کسانو څخه دامنيتي ځواکونو څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته