خبرونهټولنهTOP

د ننګرهار په اچین کې ۱۲۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابریږي

کابل / د لړم ۲۰ مه / باختر

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه روان کال د ننګرهار اچین ولسوالۍ اړوند پېښې درې سیمه کې دولس زرو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابروي.

د جلال اباد سیمه ییزې اداري دفتر د کلیو پراختیا پروګرام له لارې د روان کال په لومړیو کې د پايپ سکیم  پروژو چارې پیل شوي چې اوس یې د درېو شبکو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او د روان میلادي کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پاکو اوبو رسولو شبکو له جوړېدو سره به د اچین ولسوالۍ اړوند پېښې درې شل کليو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

وړاندې به کوچنیو ماشومانو او ښځو له چینو چې لرې واټن کې پرتې وې، پر سرونو اوبه راوړې. د باران او سېلاونو پر مهال به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ناشونی و او خلکو به له ناپاکو او چټلو اوبو ګټه اخیسته چې د ګڼ شمېر ناروغیو لامل ګرځېدې.

اته کلنه شمسیه چې وړاندې به یې د څښاک اوبو د راوړلو لپاره په کوچني ځان ساعتونه مزل کاوه، ډېره خوښه ده او وایي چې اوس به یې د کور په مخ کې اوبه بهیږي او له پلي مزلونو او سختیو وژغورل شوه.

هغه زیاتوي “ ما به هره ورځ دوه ساعته مزل کاوه. په ډېرې سختۍ مې پر سر اوبه راوړلې. کله به چې باران او سيلاب راغی، موږ به مجبور وو چې ناپاکه اوبه وڅښو. موږ به ډېر ناروغه کېدلو. اوس چې سویډن کمېټې د اوبو دا شبکې جوړې کړي، ډېره زیاته ورته خوشحاله یم. الله دې دوی ته اجرونه ورکړي”

قومي مشر ملک جناب له سویډن کمېټې په مننې سره وایي چې د اوبو شبکو جوړېدو ته زښت زیات خوښ دي.

نوموړي وایي “ زموږ ښځینه او کوچني ماشومان له سختو ستونزو سره مخ وو. ښځو به هره ورځ د یوه منګي او بوشکې اوبه د راوړلو لپاره ساعتونه مزل کاوه. ماشومانو به لوڅي پښې په اوبو پسې په سختو لارو تلل چې کله به یې پښې هم زخمي کېدلې. زموږ د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. د سویډن له کمېټې موږ دومره خوښ یوو چې په الفاظو کې یې د ستاینې توري نه لرو”

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کلیو پراختیا پروګرام سیمه ییزو کارکوونکو د اچین ولسوالۍ اړوند پېښې درې کې د عامه پوهاوي پروګرام هم عملي کړی. دوی د سیمې اوسېدونکي له پاکو اوبو د سالمې ګټې اخیستنې په لارو چارو پوهولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته