سیاست

دانتخاباتي شکايتونو کميسيون : هر راز ځواب ويلو ته تياريو .

کابل باختردلړم پنځمه :
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مسوولين وايي چې دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې پدبهير دروڼوالي او شفافيت په خاطر  ځواب ورکولو ته چمتو و .
  داپه داسې حال کې ده چې دمشرانو جرګې ځينو غړو دولايتي شوراګانو دانتخاباتو نتيجې غيرعادلانه  او په بشپړه  توګه مغرضانه بللي دي او له دغه مجلس څخه يې  غوښتي دي چې په دې باب دې دحقيقت  موندلو يو هيئت دانتخاباتي کميسيون ته واستوي .
دسنا  مجلس  دويم مرستيال  رفيع ګل افغان چې په کابل کې  د ولايتي شورا په انتخاباتو کې نوماند و وويل، دوروستيو نتيجو په جدول کې مې نوم موجود و  خو وروسته له  جدول څخه حذف شو .
دى وايي چې نږدې له پنځو زرو څخه تر شپږو زرو پورې رايې لرلي .
له بلې خوا دسنا مجلس يو بل غړى او دزابل  دولايتي شورا نوماند داوود اساس وايي نوم يې دنتيجو داعلامولو  په وروستي  فهرست کې موجود و .
خو وروسته  يې نوم له هغه  څخه حذف  شوى دى .
دغو سناتورانو دانتخاباتي شکايتونورييس  عبدالستار  سعادت درايو دپيرودنې  او پلورنې  دکاندار وباله او له مجلس څخه يې وغوښتل چې ديو هيئت په استولو سره دې دغه مسئله  تعقيب کړي .
دوى ادعاکوي چې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون درييس ټول چلندونه او کړه وړه شخصي اوسياسي دي .
په همدې حال کې  دسنا مجلس  لومړي نايب محمد علم ايزديار  ويلي دي چې ددغه مجلس  دتقنين  دکميسيون  درييس په ګډون دحقيقت موندلو درې کسيز هيئت  دې ددغې مسئلې دڅيړنې په مقصد انتخاباتي کميسيون ته واستول شي چې هيئت دلومړي دانتخاباتو له کميسيون  څخه خپلې  څيړنې پيل کړي .
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون غړي ويدا عظيمي په دې باب دباختراژانس خبريال ته وويل چې  موږ دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دبهير دشفاف والي او عادلانه والي په باب هر راز ځواب ورکولو ته تياريو .
دې زياته کړه ،هر هغه هيئت  چې ددغه بهير دڅيړنې لپاره کميسيون ته مراجعه  وکړي لازمه همکاري به ورسره وشي .
خو ددغه کميسيون دکړنو دڅيړنې او پلټنې  په خاطر  دهيئت ټاکنه له قانون سره سم شتون  نه لري يعني قانوني سند نشته .
دولايتي شوراګانو دانتخاباتونتيجې  داووه مياشتې  ځنډ  وروسته  دشنبې په ورځ دانتخاباتو  دکميسيون له خوا اعلام شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته