مزارشريف باختردکب دمياشتې ٥ نيټه :
په بلخ اوبغلان ولايتونو کې نن دوه پراخ پوځي عمليات پيل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه پراخ پوځي عمليات د البرز _٢٣ تر نامه لاندې دبلخ ولايت د چمتال اودبغلان ولايت دتاله اوبرفک په ولسواليو کې دناامنو ساحو دپاکولو په مقصد پيل شول.
ده وويل: دغه عمليات په دغو ولسواليو کې ددښمن له شتون څخه تربشپړ پاکولوپورې دوام مومي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ