امنیت

د هلمند ولایت د امنيې قوماندانۍ د امنیت آمر وفات شو

کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
د هلمند ولایت امنيې قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال غلام جیلاني چې څه موده وړاندې په هلمند ولایت کې ټپي شوی و؛ نن یې د سختو ټپونو له امله د ملي امنیت په روغتون کې سا ورکړه.
باخترآژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد چې د ملي امنیت په روغتون کې یې د شهید غلام جیلاني جنازه وکتله او ویې ویل، د شهید غلام جیلاني خان مړينه چې یو مبارز او وطن پرسته افسر و، زموږ لپاره لویه ضایه ده. موږ شهید جیلاني خان ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هيله کوو، دا زموږ د ټولو هغه قهرمانانو لار ده چې د خپلې هېوادونۍ مینې له کبله په خپله خاوره او خلکو سر ورکوي او په دغه لاره کې خپله وینه نظرانه کوي.
مل پاسوال غلام جیلانی خان چې د ملي پولیسو یو فعال او هېوادپال افسر وو، د روانې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د هېواد دښمنانو له لورې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله لومړی سخت ټپي شو، چې د سختو ټپونو له امله يې نن د ملي امنیت په روغتون کې وفات شو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته