کابل باختر دمرغومي اوولسمه :
دبغلان ولايت ځوانانو ته دژمنيو روزنيزوکورسونو شپږم پړاو نن ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا پيل شو .
دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دودې او روزنې مدير خواجه صبغت الله معصومي باختراژانس ته وويل چې ددغو کورسونو دجوړولو موخه دپوهنې دبې وزلو تنکيو ځوانانو او ماشومانو دپوهې دکچې دلوړولو په لاره کې مرسته ده او تراوسه پورې درې سوه پنځوسو تنو چې نيماي يې نجونې دي دانګليسي ژبې ، کمپيوتر ، خطاطۍ ، رسامۍ ، رياضي او دديني علومو دزده کړې په څانګو کې له دغو کورسونو څخه فارغ شوي دي .
معصومي زياته کړه چې تيرکال هم له دغو کورسونو څخه دوه سوه پنځه شپيته تنه فارغ شوي و . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ