اقتصاد

دلومړيتوب لرونکي ملي پروګرامونو د همغږۍ دعالي کميټې دويمه غونډه جوړه شوه.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٥ :
دلومړيتوب لرونکي پروګرامونو د همغږۍ دعالي کميټې په دويمه غونډه کې چې نن په اقتصاد وزارت کې جوړه شوه؛  د ٢٢ ملي پروژو دتطبيق دميکانيزم په باب خبرې وشوې.
داقتصاد وزارت يو خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې ستر وزير هدايت امين ارسلا، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، دماليې وزيرعمر زاخيلوال ، د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، دکليودبياجوړولو اوپراختيا وزير ويس احمدبرمک، د لوړو زده کړو وزير داکتر عبيدالله عبيد، د سوداګرۍ  اوصنايعو وزير ډاکتر انوارالحق احدي او د جمهور رييس ستر اقتصادي سلاکار شام لال بسيجا ګډون کړي ووچې د دوو ويشتو پروژو دتطبيق دميکانيزم په باب چې ملي لومړيتوب لري؛ خبرې وشوې او وپيتل شوه چې دماليې وزارت دې په لومړيتوب لرونکو ملي پروګرامونوکې شاملو پروژو دتمويلولو بهيرته چې دتطبيق  ميکانيزم يې داقتصاد وزارت له خوا چمتوشوى دى، دکار په لارښود کې ځاى ورکړي او دغه پروژې دې دملي بودجې په بهيرکې شامل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته