امنیت

دکورنيو چارو وزير دکابل دترافيکو يو افسر وستايه .

کابل باختر دليندي شلمه :
دکابل ولايت د ترافيکو د مديريت افسرلومړى څارن عبدالصبور د صادقانه خدمتونو له امله يې چې د فساد پرخلاف د مبارزې په خاطر يې ترسره کړي دي؛ نن د هيواد دکورنيو چارو د وزير محمد عمر داوودزي له خوا وستايل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: دکورنيو چارووزير په هغې کتنه کې چې دکابل ولايت دترافيکو دمديريت له افسر عبدالصبور سره يې وکړه؛ وويل چې له فساد سره مبارزه دکورنيو چارو وزارت  په لومړيتوب  کې ځاى لري . له نيکه مرغه تاسو وکولى شول ديو صادقه افسر په توګه له فساد سره په مبارزه کې خپله ميړانه وښيئ. ستاسو دغه سرښندنې دکورنيو چارو وزارت  مشرتابه ته وياړ بلل کيږي .
په همدې حال کې دکابل ولايت دترافيکو غړى لومړى څارن عبدالصبور دکورنيو چارو د وزارت د مشرتابه دستاينې له امله مننه وکړه؛ ويې ويل: په راتلوونکى کې هم خلکو ته صادقانه خدمت کوم.
داپه داسې حال کې ده چې له فساد سره دمبارزې افغاني شبکه چې په هيوادکې دمدني مرکزونو او دمدني فعالينو ډيره ستره ټولنه ده؛ لومړى څارن عبدالصبور يې دحکومت په دستګاه کې د يو ډير پاک شخص په توګه پيژندلى او د سږ کال د شفافيت دستاين ليک مستحق يې ګټلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته