کابل باختر د لړم لسمه :
د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي ځواکونو د عملياتوپه بهيرکې يو وسله وال طالب ونيول شو او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د خوږياڼيو ولسوالۍ د خوارانو، شګي او دروازګې په ساحوکې ترسره شول چې په بهير کې يې يو وسله وال طالب ونيول شو .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې دوه کرولا موټر او يو موټرسايکل د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ