فرهنګ

د هرات خبريالانو دکابل د ثور د لسمې د شهيدانو درناوى وکړ

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د هرات ولايت   خبريالانو او رسانه يي فعالانو په   کابل  کې وروستي  بريدونه  وغندل.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛  يوشمېر خبريالانو د هرات ښار  د خبريال په کور کې  غونډه  وکړه او دکابل  او خوست په ولايتونو کې يې د ثور د لسمې نېټې  په وروستيو بريدونو کې د شهيدانو شويو خبريالانو درناوى وکړ.
د لويديځ زون خبريالانو دکابل   خونړۍ پېښه په کلکه وغندله او ټينګار يې وکړ  چې په يوه ورځ  د لسو تنو خبريالانو قرباني کېدل  د خواشينۍ وړدى.
د هرات ولايت يوشمېر خبريالانو او رسانه يي  فعالان  چې  د فاتحې داخېستلو او د شهيدو خبريالانو تصويرونو ته  دګلانو دګيډۍ داېښودلو په مقصد  د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې راټول شوي وو ، ټينګار وکړ چې دغې پېښې  يو ځل بيا وښودله چې افغانستان د رسانه يي  فعاليتونو لپاره ډيره بده جغرافيه ده .
دغه خبريالان وايي چې  حکومت بايد  دآزادۍ په لاره کې دخبريالانو  د اوولسو کلونو  د هلوځلو ساتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته