ورزش

دفوټبال دبې ګروپ سيالۍ دوام کوي .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
په کابل کې دفوټبال  دبې ګروپ سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي . 
دکابل  دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې  دبهارک   دځوانانوټيم  دپيروزي  دځوانانو له ټيم سره  او دشيوا ټيم دافغان کلپ له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې  په کابل کې دفوټبال دبې ګروپ سيالۍ  دديرشو  ټيمونو په ګډون په څلورو ګروپونو کې درې اوونۍ مخکې په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې دکوهدامن د ځوانانو ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره  دبګراميو  يورش ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته