کابل باختر د کب څليرويشتمه :
د آسيا د جنوب د هيوادونو د بدن د غړو د پالنې په هغوسياليوکې چې څه موده مخکې د پاکستان په لاهور ښارکې ترسره شوې؛ افغان ورزشکارانو د سرو زرو پنځه مډالونه، د ژيړو يو مدال او د اتلوالى څوکپونه ترلاسه کړل.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليو کې د افغانستان، پاکستان او د نيپال ورزشکارانو ګډون کړى و.
د آسيا د جنوب د فدراسيون او د پاکستان د ورزش د سکرترجنرال په وړانديز په راتلوونکى کال کې د دغو سياليو د يوولسمې دورې کوربه توب افغانستان په غاړه اخلي.
په اسلام آبادکې د افغانستان سفير افغان ورزشکاران وستايل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ