روغتیا

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت نن اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې  د کرونا ويروس  د ٥٩٢مشکوکوپېښو له جملې څخه ٢٧٩پېښې مثبتې ثبتې شوې دي  چې  ددغو پېښو په ثبتولو سره  په هېواد کې په کرونا ويروس  د اخته کسانوشمېر ٣٢٩٥١تنو ته رسيدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت ويلي دي: چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې  د کويد-١٩ اته ديرش تنه ناروغان مړه شوي دي  چې په دې سره  دکرونا ويروس له امله د مړو شويوکسانو شمېر ٨٦٤تنو ته  رسيدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت   ويلي دي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې  په کرونا ويروس ٢٠٢ تنه اخته کسان روغ شوي دي چې په دې سره دروغوشويو کسانوشمېر ١٩٣٣٦تنو ته  رسيدلى دى .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته