سیاست

ناټو دى دقراردادونو لست امنيت شورا ته وليږي

 

په افغانستان کې ميشت د ناټو اود ايساف ځوا کونه دى د تيرو کلو نو دخپلو قراردادونو بشپړ لست د ملي امنيت دشورا په وا ک کې ور کړي

 دچارو د اداري اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست په دى اړوند باختر ا ژانس ته ديو ليک په ليږلو سره ليکلي دى

 د افغانستان داسلامى جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي له لارښوونې سره سم اود چارو د اداري اود وزيرا نو شورا ددارالانشا دلوى رياست د پخوانى ليک په تعقيب ،دبهرنيو چارو وزارت اود ملى امنيت شورا موظف کړى شوي دي چې په افغانستان کې د ايساف _ نا ټو له ميشتو ځواکونو او له تمويلوونکو هيوادونو څخه دې وغو ښتل شي چې د عا مه ذهنونو دروښانه کيدو اود لوژستيکي اوخدما تي قراردادونو په بهير کې دشفافيت او وضاحت د تا مينولو په خا طر دى دهغو قراردادو نو بشپړ لست چې دغو ځوا کو نو په تيرو کلو نو کې له افغا نى افرادو ، اشخاصو او مرکزونو سره لاسليک کړي دي د قراردادونو له جزئياتو اود قرارداد کوونکو له نو مو نو سره  د ملي امنيت دشورا په واک کې ور کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته