امنیت

د کابل١١١ فرقې په قره باغ کې چاڼيز عمليات ترسره کړل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
په قره باغ ولسوالۍ کې نن د کابل د ١١١ فرقې په چاڼيزوعملياتوکې يوه اندازه مهمات ترلاسه شول.
د کابل ګارنيزيون د لوى قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په عملياتوکې څو وسلې، جنګي وسايل او پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او هم د غرني هاوان يو ماين چې د توغولو لپاره چمتو شوى و؛ د دغې ولسوالۍ په ماشين آب ساحه کې کشف او شنډ کړاى شو.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته