خبرونهاقتصاد

د ننګرهار عدلیې ریاست په تېره یوه ماشت کې یو میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي

 کابل / د کب ۲۵ مه / باختر

د ننګرهار عدلیې ریاست په تېره یوه میاشت کې د جوازونو له لارې یو میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه عواید د مالیاتو راټولو له لارې د هغو رهنمايي معملاتو له دوکانونو څخه ترلاسه شوي چې خپل جوازونه یې نوي کړل او په  قانوني توګه یې فعالیت پيل کړ.

د ننګرهار د عدلیې ریاست یو مسوول باخترآژانس ته وویل چې د دوی د څارنې ډلې د معاملاتو او لارښونو هغه دوکانونه چې جواز نه لري او غیرقانوني فعالیت کوي تړي او یا یې دې ته اړ کوي چې جواز ترلاسه کړي.

هغه د معاملاتو لارښونو خاوندانو ته خبرداری ورکړ چې که له جواز پرته او په غیرقانوني توګه فعالیت وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته