امنیت

د کاپيسا ولايت د احصايې د ادارې رييس ترور شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٥
د کاپيسا ولايت د احصايې د ادارې رييس تېره شپه د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د کاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوکسانو تېره شپه د کوهستان د دويمې برخې ولسوالۍ د ده بلبل په سيمه کې د دغه ولايت د احصايې ادارې د رييس اسلام الدين کورته ننوتل او هغه يې په ډزو سره وواژه.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د اسلامي الدين په مړي يو کاغذ ايښودل شوى و چې طالبانو د دغې وژنې مسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته