نړۍ

په شمالي وزيرستان کې په هوايي بريدونو کې ١٨ تنه مليشه طالبان ووژل شول

 پيښور ډي ډان   باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٣ :
په شمالي وزيرستان کې  نن دهوايي بريدونوله امله  اتلس تنه مليشه طالبان ووژل شول .
باخترآژانس  دپاکستاني رسنيو له خولې خبرراکړ: دغه بريدونه دداتا خيلو په ناحيه کې ترسره شول  اوله امله يې اتلس تنه  مليشه طالبان   ووژل شول  او دمده خيلو په ناحيه کې  هم ددوى په سنګرونو بريدونه وشول .
يوه ورځ مخکې  په شمالي وزيرستان کې  دهوايي بريدونوله امله دپاکستاني طالبانو دډلې ددوو تنو کليدي قوماندانانو په ګډون  دپاکستاني طالبانو دتحريک پنځلس تنه مليشې ووژل شوې .
نننۍ هوايي بريدونه په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو دروانو عملياتو په لړ کې ترسره شول  چې  دسيمه ييزو اوبهرنيو طالبانو په مليشو بريدونه کوي .
دروان کال دغبرګولي دمياشتې په  ٢٥ نيټه   په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو  له پيل څخه تراوسه پورې  يو زرو سل تنه مليشه طالبان او څه ناڅه سل تنه عسکر  وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته