ښوونه او روزنه

د قندهار د پوهنې د ښوونکو بستونه زيات شول

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
ټاکل شوې ده څه ناڅه ٤٠٠٠ ښوونکي د قندهار په ښوونځيو کې جذب شي.
د جمهوري رياست د چارو د ادارې رييس محمود فضلي وايي چې جمهور رييس په قندهار کې د ښوونکو د جذبولو لپاره ٣٨٠٠ نوي بـستونه منظور کړي دي .
هغه په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې ټاکل شوې ده جمهور رييس قندهار ته په خپل سفر کې د دغه ولايت د پوهنې په تشکيلاتوکې دغه زياتوالي اعلام کړي.
داپه داسې حال کې ده چې د قندهار په ښوونځيو کې د ښوونکو په کمښټ د خلکو اومشرانو انتقادونه زيات شوي دي.
د قندهار د خلکو يوه مهمه غوښتنه د پوهنې په تشکيلاتوکې زياتوالي دى.
په همدې حال کې د قندهار د پوهنې د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د جمهوري رياست د طرحې له اجرا کېدو وروسته به دوى ٣٨٠٠ ښوونکي د ازادې سيالۍ له لارې د قندهار ښوونځيوته جذب کړي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته