کابل باختر د وري پنځمه :
د ننګرهار ولايت دداعشيانو او دطالبانو پرسنګرونو دنويوځمکنيو او هوايي بريدونو ډګر و .
دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دکوټ ، خوږياني او اچين په ولسواليو دداعشيانو او طالبانو پرسنګرونو ترسره شول .
ددغو بريدونو له امله څلويښت تنه وسله وال مخالفين چې په ډاراچوونکوفعاليتونوبوخت وو ووژل شول او دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې کشف شوې او داوو ماينونو دچاودنې مخه ونيول شوه .
ديادونې وړده چې دماينونو په کشفولو کې دسيمې خلکو له امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ