امنیت

په قندهار کې د مالياتو د راغونډولو معياري سيستم فعال شو.

قندهار باختر د غويي د مياشتې ۳۰ مه
د قندهار ولايت په مستوفيت  کې دسيګتاس يا دمالياتو د راټولولو معياري سيستم فعال شو.
ويل کيږي د دغه سيـستم په وسېله به ماليات په ښه او شفاف ډول راټول او تر ډېره حده به ور سره د فساد مخه ونيول شي.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و،د قندهار ولايت مرستيال عبدالحنان منيب په مستوفيت رياست کې د سيګټاس سيستم فعاله کيدل ډير اړين او ګټور وبلل.
منيب وويل، د سيګټاس سيستم په فعال کيدو سره ماليات په عصري بڼه راټوليږي او د مستوفيت رياست په کارونو کې به چټکتيا رامنځ ته شي.
د ماليې وزارت د عوايدو د لوى رياست د سيستمونو امر نور الله حبيب هم وويل چې د سیګټاس سيستم له فعال کولو څخه يې موخه ماليه ورکونکو ته د اسانتیاوو برابرول دي.
حبيب زیاته کړه، د دغه سيستم په وسېله به وکولای شو چې مالياتي قوانين په ټول هيواد کي يوشان تطبيق او د مالیه ورکوونکي ټول اسناد په دغه سيستم کي خوندي کړو.
د  قندهار مستوفي محمد ظاهر عبادي هم دمستوفيت په رياست کې د سيګتاس سيستم له فعال کېدو سره خوښي وښوده او زياته يې کړه  چې د دغه سيستم په فعال کېدو سره به ماليات پر وخت تر لاسه کوي او تر ډېره به د فساد مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته