کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان پرون په کاپيسا ولايت کې ووژل شو .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفترباختراژانس ته وويل :دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دطالبانو عمومي قوماندان ملا ياسين دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د غبار – ٧ عملياتوپه بهير کې ووژل شو .
دغه راز په دغو عملياتو کې د تګاب په مربوطاتو کې دپنحوس کسيزې ډلې قوماندان حاجت الله سخت ټپى شوى دى .
په دغو عملياتو کې درې تنه مشکوک کسان نيول شوي دي او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ