امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
په روزګان ولايت کې د پوځيانو د توپچي بريدونو په نتيجه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  په خاص روزګان ولسوالۍ کې بريد وشو.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: پر دغو وسله والو طالبانو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريد وشو .
په دې بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه هم دړې وړې شوي دي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته