سیاست

دیني عالمان دې د سولې او اوربندپه برخه کې خپل ملي او دیني مسوولیت ادا کړي

 مهتر لام باختر د لړم ۲۸ مه
د لغمان والي محمد اصف ننګ نن د خپل کار په دفتر کې  له یو شمېر دیني عالمانو سره په کتنه کې وویل چې دیني عالمان دې د سولې او اوربند په برخه کې خپل ملي او دیني مسوولیت ادا کړي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په دې  کتنه  کې د الینګار ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمانو خپلې ستونزې د حل په موخه د لغمان له والي سره شریکې کړې.
دیني عالمانو لومړی د ولایتي ادارې له بېلا بېلو پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې دوی به په خپلو سیمو کې د امن، سولې او ابادۍ لپاره کار کوي.
دغو دیني عالمانو د لغمان په پوهنتون کې د شرعیاتو  د پوهنځي ایجاد، د ارتقا ظرفیت په پروګرامونو کې دوی ته د ځانګړې پاملرنې او یو شمېر نورې ستونزې له والي سره شریکې کړې.
وروسته د لغمان والي محمد اصف ننګ له راغلو دیني عالمانو څخه مننه وکړه چې تل یې د خپل حکومت ملاتړ کړی او د حق وینا په رسولو کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.
هغه وویل، هڅه کوي، چې په مرکز او ولسوالیو کې ټولو دیني عالمانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
ننګ له راغلو عالمانو غوښتنه وکړه چې د اوربند او د سولې په مسئلو کې دې خپل دیني او ملي رول ادا کړي.
هغه زیاته کړه چې حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي او په دغه برخه کې ددیني عالمانو هڅې او رول ګټور تمامیږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته