سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د سریلانکا د سوسیالستي جمهوریت ګډه اعلامیه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
1. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول  د سریلانکا د سوسیالستي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر پروفیسور جي.ال. پيریز په بلنه د ۱۳۹۱ لمریز کال د لیندۍ له ۲۸ څخه د مرغومی تر ۱ نیټې پورې سریلانکا ته یو رسمي سفر درلود، چې سریلانکا ته د یو افغان بهرنیو چارو وزیر لومړنې دوه اړخیز سفر وو.
2. د افغانستان د بهرنیو له چارو وزیر سره په دغه سفر کې د سریلانکا لپاره د افغانستان نا استوګن سفیر؛ شیدا محمد ابدالي، د لومړي سیاسي ریاست لوې رئیس؛ عزیزالدین احمدزاده، او د ویندوې مرستیال؛ سیدعبدالبشیرسادات، مل وو.
3. د دواړو وزیرانو ترمنځ یو په یو لیدنه د لیندۍ په ۲۹ نیټه برابره شوې وه، چې په تعقیب یې دوه اړخیزې رسمي خبرې اترې ترسره شوې.
4. د کلتور او هنرونو وزیر؛ ټي. بي. ایکانایاک، د عدلیې وزیر؛ رووف حکیم، د بهرني استخدام د پرمختیا او هوساینې وزارت ، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، د کلتور او هنرونو وزارت،د بهرنیو چارو وزارت سکرتران او د کوټیلاواله حربي اکاډمۍ مرستیال  په رسمي دوه اړخیزو خبرو اترو کې د سریلانکا په استازیتوب  ګډون درلود.
5. د دواړو لوریو ترمنځ رسمي خبرې اترې د ملګرتیا، دوه اړخیز درناوي او درک ښودنه کوي. د سریلانکا او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګوته کړه چې دواړه هیوادونه ګډ کلتوري او تاریخي میراث شریکوي چې د سیمه ییزې همکارۍ په موخه لاره اواروي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د څو اړخیزې همکارۍ د منځته راوړلو یو خوځښت دى.
6. د دوه اړخیزو  رسمي خبرو اترو زیاتره تمرکز د راکړې ورکړې او سوداګرۍ، کلتور، حقوقي سلا او مشورو، کاري فرصتونو او پوهنې برخو کې د همکارۍ په اړه وو.
7. دواړو وزیرانو هوکړه وکړه چې په سریلانکا کې شته منابع او تکړه کاري ځواک دیته چمتو کړي چې د افغانستان  په بیاجوړولو او په دې هیواد کې د کلتوري تاریخي آثارو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي. په دې ناسته کې په افغانستان کې د متخصص او تکړه کاري ځواک د پراختیا په سملاسي اړتیا ټینګار وشو. په دې برخه کې، د سریلانکا له لوري افغانستان ته د تخصصي او تکړه کاري ځواک د برابرولو په اړه د یوه دوه اړخیز تړون وړاندیز وشو.
8. له سریلانکا څخه غوښتنه وشوه چې په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته د طب، انجینري، کرنې او ټیکنالوژۍ په برخه کې زیاته ونډه ورکړي.  سریلانکا د افغانستان دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه او په کوټیلاواله حربي پوهنتون کې د دوو محصلانو د وړیا ونډې ترڅنګ به افغان محصلینو ته د فیس پر بنسټ په پوهنتونونو کې زیاته ونډه په پام کې ونیسي.
9.  افغان وزیر د افغانستان د پوهنې وزارت د مطبعې د بیا رغونې لپاره، چې په انحصاري توګه به د افغان ماشومانو د ښوونځیو د تعلیمي کتابونو د چاپ لپاره وکارول شي، د سریلانکا له دولت څخه د مرستې لپاره یوه ځانګړې غوښتنه وکړه. سریلانکا هوکړه وکړه چې دا غوښتنه به په مثبته توګه په پام کې و نیسي، کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا او همکارۍ ښکارندویې کوي.
10.  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، پوهنېز، ساینسي او تکنالوژیکي همکاریو په برخو کې د دوه اړخیزه موافقه لیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو په برخه کې د تفاهم یادښت لاسلیکول، د دواړو وزیرانو له خوا د افغانستان او سریلانکا د اړیکو په پیاوړي کولو کې د یو مرکزي عنصر په توګه و ګڼل شو. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلني سلا مشورې د ترسره کولو لپاره لاره اواره کړي.
11. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د بندیانو لېږد پورې تړلې موضوع ګانې تر بحث لاندې ونیسي.
12.  دواړو لوریو یادونه وکړه چې کولای شي د یو بل له تجربو څخه څرنګه چې دواړه هېوادونه د جګړې له تیارې سیورې څخه په را وتلو کې دي او د پخلاینې او بیا رغونې په برخو کې له سختو ننګونو سره مخ دي، الهام واخلي. د بهرنیو چارو وزیر د سریلانکا د جمهور رئيس، ماهیندا راجاپاکسا څخه په سریلانکا کې د تروریزم په له منځه وړلو او د سولې او ټیکاو په لاسته راوړلو کې، ستاینه وکړه.

13. دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختيا اړتیا یې تصدیق کړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هوکړه وکړه چې یوهيئت چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د سوداګریو د خونو څخه استازیتوب کوي، واستوي تر څو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره لارې خلاصې کړي. په دې برخه کې افغانستان د سریلانکایې تخصصي خدمتونو غوښتنوکی شو.
14. دواړو وزیرانو سریلانکا ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د تاریخي سفر پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز-کلتوري اړیکو د لا ټینګولو په ټینګار سره د دې پرکړې اعلام وکړ چې په دواړو پلازمېنو کې خپل سفارتونه پرانیزي.
15. دواړو وزیرانو د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو ګټو په موخه په دوه اړخیزه او سیمه کچه د ګډو همکاریو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.
16. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ۱۳۹۱ کال د لېندۍ د میاشتې په ۳۰ مه نېټه د سریلانکا د ډموکراټیک سوسیالیستي جمهوریت جمهور رئیس، ماهیندا راجاپاکسا له خوا په جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ او همدارنګه د اقتصادي پراخیتا له وزیر، بسیل راجاپاکسا او د دفاع او ښاري پراختیا وزیر ګوتابایا راجاپاکسا سره هر اړخیزې خبرې اترې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر د جمهور رئیس، حامد کرزي  بلنه یې د سریلانکا جمهور رئیس ته وړاندې کړ تر څو له افغانستان څخه لیدنه وکړي.
17. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول د سریلانکا د بهرنیو چارو په وزارت کې   ”افغانستان نن او له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته“ تر عنوان لاندې یوه وینا ترسره کړه چې د ګډونکوونکو له خوا يې هرکلی وشو.
18. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سویلي ګالي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه. د لیدني په بهیر کې په هغې مېلمستیا کې چې د سویلي ولایت د والي، کوماري بالاسوریا له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ او د مارټایم له موزیم څخه هم لیدنه وکړه.
19. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر زلمي رسول د سریلانکا بهرنیو چارو وزیر ته د هغې تاودې مېلمه پالنې او هرکلي لپاره چې د سفر په بهیر کې يې هغه او د هغه هيئت ته په سریلانکا کې برابره کړې وه، د قدردانۍ مراتب وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته