فرهنګ

د قسم فلم نندار ي ته وړاندې شو

کابل باختر د وږي يوولسمه
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دافغان فلم دمديريت له خو ا جوړ شوي قسم فلم نندارې ته وړاندې شو .
  دغه فلم چې دهرات دسينماګرانو او هنرمندانو له خوا جوړ  شوي دي  ديوي غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان سرور يار او يو شمير  فرهنګيان او سينماګران حاضر و  نندارې  ته وړاندې شو .
  ددغه فلم  داستان په افغانستان کې د ټولنيزو ستونزو په باب  څرخي.
  دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس ددغه فلم په باب له باختر اژانس سره په خبرو کې به ښه مديريت او دسينما دهنري اصالتونو په ساتنې   ټينګار وکړ او دهغو فلمونو په جوړولو کې يې چې د ټولنيزو  ستونزو ښکارندوى انعکاس ورکوونکې وي دځوانو سينماګرانو دجديت غوښتنه وکړه .
په دغو مراسمو کې په هغو سينماګرانو  کارکوونکو اوهنرمندانو چې په دغه فلم  کې رول درلود ستاين ليکونه وويشل شول
په هرات ولايت کې د فلم جوړولو صنف په وروستيو  دوو کلونوکې ښه وده درلود اوسينماګرانو دفعاليتونو زياتوالې د دغه هنر دپياوړتيا  سبب شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته