سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه او ګڼې مسئلې يې وڅيړلې

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست  د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزير د هرات ولايت ته دغور اوبادغيس د ولايتونو د يوزرو پنځه سوه پنځوسو بې ځايه شويوکورنيو دڅيړنې په اړوند د ولسي جرګې دغړو دسفر نتيجې غونډې ته طرحه کړې اوڅرګنده يې کړه چې بې ځايه شوې کورنۍ د دولت بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .
د وزيرانو شورا د بيړنۍ حالت  ملي کميټه موظفه کړه چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا  او د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزارتونو په همکارۍ دې ډير ژرددغو بې ځايه شويوکورنيو د بيا ميشت کولو او د هرات ولايت ته د هغو ليږدونې او د دولت د مرستو د ويشلوپه برخه کې اقدام وکړي .
له اجنډا سره سم، د عدليې وزير دپيسو دپاکولو پرخلاف دمبارزې او له جرمونو څخه د رامنځته شويو عوايدو او د تروريزم د تمويل پرخلاف دمبارزې د قوانينوطرحې غونډې ته وړاندې کړې. 
د وزيرانو شورا د دغو طرحو په باب له خبرو او د پيسو د پاکولودقانون له شلمې مادې څخه تر څلويښتمې مادې او د درې ويشتمې مادې په دريمې فقرې،  د شپږ ويشتمې مادې په لومړۍ فقرې، د اته ويشتمې مادې په دريمې فقرې، د يو ديرشمې مادې په لومړيو او دويمو فقرو، په اووه ديرشمې اوڅلويښتمې مادې، اته څلويشتمې مادې او دپنځه شپيتمې مادې په دريمې فقرې له تمرکز وروسته، دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دغه مادې دې دغونډې له يادونې سره سمې تصحيح او د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.
وروسته د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون رييس د جيلونو د څيړنې په اړوند غونډې ته مفصل معلومات ورکړل  او زياته يې کړه چې دجمهوري رياست د عالي مقام د ١٣٩٢ کال  د وږې دمياشتې د شپاړلسمې نيټي د ٣٧٢٦ ګڼه حکم له مخې موظف کميسيون دې له قانوني معيارونو سره سم  د جيلونو د اصلاح، د تورنو کسانو د برخليک د عدلي او قضايي څيړنې دبهير  دقانون مند کولو، د بشر دحقوقو د رعايتولو، په خپلو پښو د جيلونو او د آزادى د سلب د سيمو د درولوپه لاره کې د عدالت او کار د تامينولو په لاره کې، د هيواد په يوويشتو جيلونوکې لازمې څيړنې کړې دي او له بنديانو څخه له نظرغوښتنې وروسته د هغوى ستونزې يې د عريضو اوشکايتونو د څيړنې، اعاشې او اباتې، روغتيا، روغتيا ساتنې او د ژوندانه د چاپيريال، د ديني مناسکو د اداکولو، ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو،  تفريحي او سپورتي مسئلو، له پايوازانو سره  د بنديانو دکتنې او دپوليسو، امنيت، څارنوالۍ او دمحکمو دکار د ښه والى او د مجازاتو د بخښنې او تخفيف دفرمانونو دتطبيق په برخوکې په اووه ويشتو مواردو کې پيشنهادکړي دي.
د وزيرانو شورا د موظف کميسيون د نه ستړى کيدونکى کار له امله د قدردانۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې د آزادى د سلب دسيمو د اصلاحي پيشنهاد طرحه چې دموظف کميسيون له خوا وړاندې شوه؛ تصويب کړه او دکورنيو چارو وزارت  او اړونده وزارتونه يې دهغې په تطبيق موظف کړل .
دغه راز د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست موظف کړى شو چې د اړتيا وړ بودجه يې د ماليې او دکورنيو چارو له وزارتونوسره په همغږۍ کې تدارک او د مسوولو ارګانونو په واک کې يې ورکړي  او د اړوندو ارګانونو  د اجرااتو په باب دې  په پرله پسې توګه دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته لوى څارنوال د ١٣٩٣ کال له منظور شوى تشکيل سره سم دلوى څارنوالۍ  د کار د دوام په باب ددغې ادارې وړانديز غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې د څارنوالۍ دنوى قانون په طرحه کې دڅارنې دمعاونيت برخه، حقوقي، عامه، مدني او تجارتي، څارنوالۍ،  دملکي پلټنې  رياست، دڅارنواليو دڅارنې اوکنترول اداره، په ملکي اونظامي برخه کې دلوى څارنوالۍ  د تشکيل  له چوکاټ څخه حذف شوي دي چې له دې امله يو زرو پنځه سوه تنه مسلکي کارکوونکي بې برخليک شوي دي چې دغه تشکيلاتي حذف د لوى څارنوالۍ  د ادارې کار له ستونزو سره  مخامخ کړى دى .
  د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال له منظور شوى تشکيل سره سم د لوى څارنوالۍ  د ادارې  دکار دوام تصويب کړ او دعدليې د وزير په مشرۍ او د لوى څارنوال او د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د مختلطې کميټې په غړيتوب يوه کميټه يې  موظفه کړه چې د څارنوالۍ د تشکيل او صلاحيت د قانون د تعديل طرحه چې د رسمي جريدې په ١١١٧ګڼه کې خپره شوې ده؛ د لوى څارنوالۍ دعيني اړتياوو له مخې برابره او پړاونه يې بشپړکړي .
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزير د آيسا د ادارې دکارکوونکو د معاشونو د ورکړې څرنګوالى غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې د وزيرانو شورا د١٣٩١ کال د زمري د مياشتې د شپاړلسمې نيټې د٢١ ګڼه مصوبې له مخې دخصوصي پانګې اچونې د ادارې (  آيسا ) مديره هيئت ددغې ادارې د کارکوونکو په معاشونوکې  په سلوکې څلويښت کمښت راوړى دى.
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته دسوداګرۍ او صنايعو د وزير په مشرۍ  دپانګې اچونې عالي کميسيون موظف کړ چې د دغې ادارې کاري ، تشکيلاتي ، حقوقي او قانوني اغيزمنتوب دې د هيواد د نافذو قوانيو په چوکاټ کې د دريو اوونيو په دننه کې په هراړخيزه توګه تحليل  او وڅيړي او رپوټ يې  د وزيرانوشورا ته وړاندې کړي چې د هغه له مخې د آيسا د ادارې د معاشونو د ټاکنې په برخه کې  تصميم ونيول شي.
ورپسې دماليې وزير د آغاخان د بنسټ د ماشين آلاتو، تجهيزاتو او وسايلو  دګمرکي محصول معافيت چې په غير انتفاعي پروژوکې واردوي؛ غونډې ته طرحه کړ چې دتصويب وړ وګرځيد.
وروسته دپوهنې وزير د (يو اس اې آى ډي) له مرستې څخه دماليې د اخيستلو ستونزه چې د کتابونو د چاپولو په لاره کې  لګيږي ؛ غونډې ته طرحه کړه.
د وزيران شورا د ماليې او دپوهنې  وزيران موظف کړل چې رامنځته شوې ستونزه دې  حل کړي .
  دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست له خوا دوه مورده نړيوال تړونونه  غونډې ته  وړاندې شول چې له دې جملې څخه په اړوندو قلمرونو او له دې څخه بهر دهوايي خدمتونو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت او دعربي متحده اماراتو ترمنځ موافقه ليک تاييد شو او په جنتيکي منابعو  د لاسبرى  او د هغوى  له کارولوڅخه د رامنځته شويو ګټو د ويش په باب دپروتوکول په اړوند، د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ ستر اقتصادي سلاکار او د روغتيا په چاروکې د جمهور رييس سلاکار موظف کړل چې دغه پروتوکول دې د غونډې له يادونې سره سم بيا وڅيړي او موافقه شوې طرحه دې د وزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته  وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته