امنیت

د طالبانو يو قوماندان له خپلو شپيتو تنو افرادو سره يې په بادغيس کې د سولې له بهيرسره يوځاى شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
په بادغس ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان نن له ۶۰ تنو افرادو سره يې له افغان پوځيانوسره له جګړې څخه لاس واخست او دسولې له بهيرسره يوځاى شو.
د بادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني باخترآژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د طالبانو د ډلې مشهور قوماندان غفار طوفاني له شپيتو تنو افرادو سره يې د دغه ولايت په مرکز قلعه نو ښارکې دسولې له بهير سره يوځاى شو.
ده زياته کړه: ټاکل شوې د ده تر امر لاندې۲۴۰ تنه نورهم له دولت سره يو ځاى شي .
ويل کيږي د وسله والوطالبانو دغه قوماندان دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د دولت پرضد فعاليت کاوه او له دولت سره د دغې ډلې يوځاى کيدل به  دغه ولايت کې په خاصه توګه په قادس ولسوالي کې امنيت  ښه  شي .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وويل چې تسليم شويوکسانوخپل  يو زيات شمېر جنګي وسايل د بادغيس پوليسو ته  وسپارل .پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته