فرهنګ

دحکيم سنايي غزني د ژوند او افکارو څيړنيز سيمينار جوړ شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوريت حامد کرزي دپيغام په لوستلو سره دحکيم سنايي غزنوي   د  ژوند او افکارو  ترعنوان  لاندي   څيړنيز سيمينار پرون
  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې جوړ شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
دغه سيمينار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دايسيسکو سازمان په همکارۍ او په   ديني چارو  کې د  جمهور رييس د سترسلاکار پوهاند  نعمت الله شهراني   ، دپارلمان  ديوشمير وکيلانو ،د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينانو، رييسانو او سلاکار ، يو شمير پوهانو،  دکابل پوهنتونو ديو شمير استادانو، دعلومو اکامۍ ديو شمير پوهانو او علمى او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړ شو.
دسيمنيار په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګى چارو معين سيد مصدق خليلي له خوا لوستل شو چې پکې ويل شوې دي  :
نوميالى شاعر او عالي مقام عارف حکيم ابوالمجدمجدود بن آدم سنايي د فارسي _ دري شعرله استادانوڅخه دى.
  حکيم سنايي د هغو ويناوالو له جملې څخه وچې د دري شعر د سبک په بدلون او  په هغه کې د تنوع  او تجدد په رامنځته کولوکې اغيزمن و او د ده آثار له ده څخه د وروسته شاعرانو په خبروکې د ژورو بدلونونو سبب شو.د ده آبداره او استادانه شعرونه د پيړيو په بهيرکې د ويناوالو او د زړه خاوندانو د پاملرنې وړ و.
خوشحاله يم چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په تېره يوه لسيزه کې د دغه ستر عارف او د تاريخي غزني د دغه  نوميالى شاعر د شخصيت، فکر او انديشې په باب سيمينارونه جوړکړل .
د حکيم آثار يې بياچاپ کړ او اوس هم د ايسيسکو د سازمان په همکارۍ نننى سيمينار يې جوړ کړى دى.
هيله لرم د دغه سيمينار لپاره  برابرې شوې مقالې او په دې غونډه کې زموږ
د پوهانو خبرې اترې دهيواد راتلونکى نسل دحکيم غزنوي له شخصيت، فکر، انديشې او آثارو سره زيات بلدکړي.
د الله(ج ) له دربارڅخه ستاسو د سيمنيارد برياليتوب هيله کوم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته شاه باسي وايم.
دغه راز دا طلاعاتو  او فرهنګ  وزير ډاکتر سيد مخدوم   رهين  د حکيم سنايي دشخصيت کارنامو اشعارو او د ژوندانه دبيلابيلو اړخونو په باب وکړې  او  ويې ويل :   نن د هغه  ميړيني  په باب خبرې دي چې د فکر او انديشي عالي مثال دى
او په واقعيت کې د هغه انسان  چې يوځل دفکر عمل او انديشې له حضيض څخه د فضايلو پوړيو ته  ورسيد.
ډاکتر رهين زياته  کړه  يو مضمون چې حکيم  ورباندې  زيات ټينګار وکړ  د دوزخ له اورڅخه ډار، د قيامت اور  پوښتنې له  ورځې څخه  ډارو او د ده خبرې  دقرآني تعاليمو څخه برخمنې وي .
دغه راز په  دې سيمينار کې د ايسيتکو پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هند هنر رييس افسر رهبين له خوا ، دکابل  پوهنتون پيغام د پوهانو محمدافضل بڼوال له خوا، دعلومو اکاډمۍ پيغام دڅيړنپوه  عليشاه روستايي له خوا ، داستاد برهان الدين رباني  د ښوونې او روزنې پيغام د پوهاند نجيب سايس له خوا دحکيم سنايي دفرهنګي ټولنې پيغام دعبدالغفور سنګين له خوا ولوستل شو .
دغه راز په ولسي جرګې کې د غزني دخلکو استازې  نفيسې عظيمي،  د عدليې وزارت سلاکار عبدالاحد عشرتي، پوهانو رازقي نړيوال او د نجم الدين ج  په وار سره دحکيم سنايي دژوندانه د دوران شخصيت ،آثارو دياغيانو او کارنامو په باب معلومات ورکړل او د دغه سيمينار دجوړولو له امله يې داطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت څخه قدرداني وکړه .
دسيمينار علمي مجلس د رييس په  توګه  د پوهنانو بڼوال ، دمرستيال په  توګه
د څيړنپوه نسرين اميني  او دمنشۍ  په توګه محمدافسر رهبين له ټاکنې وروسته خپل کارته دوام  ورکړ.
دسيمينارپه علمي غونډه کې دکابل پوهنتون استاد پوهانو عبدالقيوم قويم صور
خيال او ارايه هاى ادبي  در سروده هاي حکيم سنايي ، دکابل پوهنتون استاد پوهانو محمدحسين يمين د اعداد او کنايه د رول او پوهاند تاج محمد زرير   تاثير سنايي برسخنوران مابعد وى ترعنوان  لاندې مقالې  ولوستلې .
دسيمينا کار نن هم  دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته