فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د نایجیر د کلتور او هنرونو له وزیره سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٥مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د نایجیر د کلتور او هنرونو له وزیره سره د نهم اسلامي کنفرانس په څنډوکې وکتل.
د نایجیر په حکومتي ماڼۍ کې ښاغلي جهاني او د نایجیر د کلتور او هنرونو وزیر زالیکاتو بوباکر د دواړو هیوادونو پر کلتورونو او هنرونو خبرې وکړې.
ښاغلي بوباکر نایجیرته د لومړي ځل لپاره د یوه لوړپوړي افغان مقام په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په ورتلو خوښي وښوده او هیله یې وکړه چې نایجیري چارواکي هم افغانستان وویني.
د يو بل خبر له مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د نایجیر د عامه اړیکو او پارلماني چارو د وزیر یاهوزا سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او نایجیر پر رسنیزو چارو معلومات او نظرونه شېریک شول.
نایجیر د دولتي ټلویزیون او درو ورځپاڼو په شمول لسګونونو خپرونو ته د بیان آزادي ورکړې ده.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د نایجیر د ځوانانو او سپورټ له وزیر سره وکتل.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د نهم اسلامي کنفرانس په څنډو کې، د نایجیر د ځوانانو اوسپورټ له وزیر مالان عبدالکریم سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او نایجیر د ځوانانو اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې اترې او معلومات تبادله کړه شول.
ښاغلي جهاني افغانستان او نایجیر د فاصلې له مخې یو له بله لرې خو د مشترکاتو پر اساس دوه نږدې اسلامي هیوادونه وګڼل او د ځوانانو په چارو کې یې د تجربو د شېریکولو پر اهمیت ټينګار وکړ.
مالان عبدالکریم له خپل هیواد سره د ځوانانو مینې ته په اشاره وویل چې نایجیري ځوانان د ټولو اقتصادي ستونزو په درلودلو، نه غواړي چې له هیواده بهر ولاړ شي. نوموړي د پينځه اویا سلنه ځوان نفوس دغه روحیه هیله بخښوونکې وبلله.
په دې کتنه کې د افغانو او نایجیري ځوانانو د تجربو د شېریکولو په موخه د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا ټينګار وشو.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته