اقتصاد

د متشبثو ښځو دويمه غونډه جوړه شوه

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د ښځو د سوداګرۍ د ودې، د فرصتونو د معرفي کولو او د هغوى ترمنځ د شبکې جوړولو په موخه د متشبثو ښځو دويمه غونډه په کابل کې جوړه کړه.
په غونډه کې د ښځو چارو معينې سپوږمۍ وردګ وويل: د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د جوړولو له پيل څخه تر اوسه، ښځې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
هغې وويل:  افغان ښځې د سوداګرۍ او صنايعو په بېلابېلو برخوکې ښه مهارتونه لري. 
هغې د دغې غونډې د جوړولو هرکلى وکړ او ويې ويل: د ښځو چارو وزارت د ښځو   د اقتصادي ودې لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي او ځينې سيمې يې د ښځو د لاسي  صنايعو او محصولاتو د پلورنې په خاطر د دوى په واک کې ورکړې دي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونو رييسې منيژې وافق وويل چې په  لومړنۍ غونډه کې د غوره متشبثينو د پېژندنې، د چلنجونو او ستونزو د تشخيص او د کسب او کار د فرصتونو په اړه خبرې وشوې. خو دنننۍ غونډې هدف چې د هېواد له ٢٠ ولايتونو سوداګرو ښځوپکې ګډون کړى دى؛ د فرصتونو معرفي کول، د ښځو د سوداګرۍ وده او د هغوى ترمنځ شبکې جوړول دي. 
ټاکل شوې ده د دغې غونډې په پاى کې د سوداګرۍ په برخه کې د برياليو ښځو د ستايني لپاره د بي بي خديجې کبرى تنديس ورکړى شي.
ويل کېږي د دغې غونډې ترڅنګ د هېواد د مرکز او ولايتونو د ښځو محصولات هم  نندارې ته وړاندې شي.
پاىش ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته