ټولنه

د جمهوري رياست سرپرست او مرستيال د پکتيکا د پيښې ټپيانوته سوغاتونه وپيرل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن سهار د کابل ښاريو بازارته لاړ او د پکتيکا د خونړۍ پيښې ټپيانو ته يې چې د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي؛ خوراکي توکي او د اړتيا وړ نور لوازم وپيرل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال چې د لومړي معاونيت د محافظت کنډک له امنيتي ځواکونو سره يې ورزشي پروګرام پاى ته ورساوه او په ورزشي جامو سمبال و؛ د پکتيکا ولايت د پيښې ټپيانو ته د سوغاتونو له پيرودنې وروسته د خپل دفتر اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې ټپيانو ته د ده د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د رسولو او د هغوى د سلامتيا د هيلې په ترڅ کې دغه توکي هغوى ته ورکړي.
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال خپله د هيواد د يو عادي وګړى په توګه له پلورونکو څخه د مالونو د بيې په پوښتنې سره يوه زياته اندازه شيدې، مربا، شات، پنير، نوشابې، ميوې، د غاښونو برسونه او کريم وپيرل او ټپيانو ته يې د سوغات په ډول وليږل.
بايد وويل شي چې محمد اشرف غني نن سهار د سارک سازمان د غړو هيوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد د يو هيئت په مشرۍ له هيواد څخه بهرته سفر وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته