ښوونه او روزنه

درې زره زده کوونکي له زده کړې څخه پاتې شوي دي

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٥ :
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله درې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد آصف شينواري  باخترآژانس ته وويل: د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو د ډلې د خپل منځي دښمنيو له امله تل په دغې ولسوالۍ کې جګړي دوام لري او دا کار ددې سبب شوى دى چې د مومندو او ويالې د سيمو اوسيدونکي په ډله ييز ډول خپل  کورونه پريږدي او امنو سيمو ته لاړ شي .
د شينواري دڅرګندونوله مخې: دغه کورنۍ چې له خپلو کورونو څخه بېځايه شوې ؛ اوس دمارکو او دغني خيلو په سيمو کې په موقت ډول ځاى پرځاى شوې دي .
شينواري وويل: دهمدغو نا امنيو له امله د نجونو او هلکانو د شپږو ښوونځيو دروازې  په دغې ولسوالۍ کې د زده کوونکو پرمخ تړلې شوې دي.
ده زياته کړه: اوس د ښوونځيو درې زره  زده کوونکي او اووه  ديرش تنه ښوونکي  چې ښوونځي يې تړل شوي دي؛  سرګردانه او لالهانده دي.
ددغه ولايت دپوهنې رياست يو تن چارواکى پوهنمل الله داد اسماعيل زي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه زده کوونکي اوس په موقت ډول په امنو سيمو کې چې ښوونځي فعال دي؛ خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
د ده دڅرګندونوله مخې: دوى له امنيتي مقاماتو څخه غوښتنه کوي چې په اچين ولسوالۍ کې د دغو ښوونځيو د بيا پرانستلو په خاطر هلې ځلې وکړي چې زده کوونکي بيا وکولاى شي په خپلو ښوونځيوکې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .
د ننګرهار ولايت په کچه  ٨٩٧   ليسې ، منځني  او ابتدائيه  ښوونځي فعال  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته