امنیت

د امريکايي پوځيانو يوه الوتکه په افغانستان کې راوغورځيده

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د امريکايي پوځيانو يوه الوتکه په نامعلومو دلاييلو د افغانستان په لويديځ کې راوغورځيده.
دغه الوتکه چې پلټوونکې وه؛ د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ په سياوشان کلي کې راغورځيدلې ده.
دهرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول له باختر آژانس سره په اړيکه کې د دغې الوتکې راغورځيدل تاييدکړل .
ده وويل چې دغه کوچنې الوتکه پلټوونکې وه او سپرلۍ يې نه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته