سیاست

دانجينير محمد خان د خواشينۍ پيغام

کابلباختر د وږي د مياشتې١٣
د دوست هېواد ازبکستان د جمهوررييس اسلام کريموف د وفات په مناسبت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجينير محمد خان د خواشينۍ پيغام
په ژورې خواشيني سره مې خبر تر لاسه کړ چې د ګاونډي او دوست هېواد ازبکستان جمهوررييس  اسلام عبدالغني يويچ کريموف وفات شوى دى.
اسلام کريموف يو هوښيار او اغېزمن ســياستوال و چې له1991 ميلادي کال راپدېخوا يې د ازبکستان د واکمنۍ چارې په لاس کې درلودې.
اسلام کريموف د دوست او ګاونډي هېواد د جمهوررييس په توګه د افغانستان په ټولو قضاياوو کې مثبت او دوستانه رول لوباوه او تل يې له موږ سره د ګاونډي هېواد په حيث دوستانه او مثبتې اړيکې پاللې.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت او خلکو په استازيتوب د ازبکستان له وياړلي ولس، کابينې او د ارواښاد له کورنۍ سره په دې غم کې ځان شريک او د زړه له کومې د تسليت مراتب وړاندې کوم او هيله مند يم چې د اروښاد د مړينې په سبب د ازبکستان د واکمنۍ په برخه کې رامنځ ته شوې تشه په بل مناسب شخصيت ډکه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته