کابل باخترد جوزا دمياشتې ١ :
دملي دفاع وزارت يوخبرځاى وايي:دوه ديرش تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دوه ديرش تنه وسله وال طالبان چې د کونړ ، کاپيسا، قندهار ، لوګر ، غزني ، هرات او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې په ورانکارو او ترويستي فعاليتونو بوخت وو؛ د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې اتلس تنه وسله وال طالبان ټپيان او څوارلس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې نهه کلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا، يوشپيته ډول ډول ماينونه ، پوځي تجهيزات اوڅلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دملي پوليسومنسوبينو پرون دپکتيا او پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې د وسايطو ضد پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل .
له بله پلوه په هيواد کې دکوکنارو د اړولو په دوام نن په بدخشان ولايت کې په ديرش جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
دغه کوکنار له نشه يي توکوسره د مبارزې د ځانګړو ځواکونو له خوا دبدخشان ولايت په تشګان ولسوال کې اړول شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل