سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس په اروپا کي د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره وکتل

کابل باختر دوږى د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په اروپا کي د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان پلیپ مارک بریډلف سره پر دوه اړخیزو امنیتي مسئلو په کابل کي خبري وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کي د هیواد اجرائیه رئیس او په اروپا کي د امریکايي ځواکونو قومندان د تیرو کلونو په اوږدو کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوي او د تروریزم پر ضد مبارزه وستایله.
په نننۍ کتنه کي همداراز په افغانستان او سیمه کي پر تازه راټوکېدلو ترورستي خطرونو او د هغوی پر ضد پر ګډو اقداماتو هم بحث او غور وشو.
له دغه امریکايي پوځي مقام سره په کتنه کي د هیواد اجرائیه رئیس د تروریزم او افراطیت پر ضد د سیمي په کچه د صادقانه او هر اړخیزو همکاریو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چي یوازي مشترکي هڅي کولای سي، سیمه با امنه کړي.
ده د سیمه ییزو او نړیوالو امنیتي خطرونو په وړاندې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو ته په اشارې سره وویل، چي افغانستان تل په دې برخه کي صادقانه عمل کړی او هيله لري، چي د سیمي هیوادونه هم د تروریزم په له منځه وړلو کي ورته عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته