امنیت

طالبان د ډبرو سکرو له موټرو څخه باج اخلي

کابل باختردليندۍ دمياشتې١١نيټه :
وسله والو طالبانو نن په سمنګانو ولايت کې د ډبرو سکرو د موټرپه لسګونو تنه موټر چلوونکي وتښتول.
د کوز دره صوف ولسوال باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د کوز دره صوف ولسوالۍ د چپل غاښي د دره خشک له سيمې څخه د لارۍ موټرو څه ناڅه   ۶۰ تنه موټر چلوونکي له ځان سره بوتلل .  
ده وويل: وسله وال طالبان له دغو لاريو موټرو څخه د باج د اخېستلوغوښتنه کوي اوله همدې امله يې دغه موټرچلوونکي نيولي دي چې دوى د ډبرو سکرو له هر موټر څخه  اووه زره افغانۍ طالبانو ته ورکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته