ښوونه او روزنه

دنيمروز ولايت دليسو فارغانو دکانکور ازموينه ورکړه .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
  دهېواد  په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې  دشموليت په خاطر  دنيمروز ولايت  دليسو د ١٣٩٧ کال  فارغانو پرون  ددغه ولايت په مرکز کې ازموينه ورکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې ازموينه کې ددوه سوه اتيا تنو  نجونو په شمول ددولسمو ټولګيو پنځه سوه نوي تنو فارغانو ګډون کړي و .
   دنيمروز والي  ډاکتر سيدولي دفارغانو دګډون  او ليوالتيا له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  چې دغه  ازموينه په شفاف ډول واخستل شول  او هيچا ته په دې پروګرام کې دلاسوهنې حق ورنه کړى شو.
دنيمروز والي په نږدې راتلونکې کې د دوو پوهنځيو ( اقتصاد او کرنې ، دليليې دتجهيزاتو او د پوهنتون دنيمګړتياو دلرې کولو خبرورکړ .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته