خبرونهاقتصادټولنهTOP

جمهورريیس محمد اشرف غني د افغانستان برېښنا شرکت له مشرتابه سره وکتل

کابل/ د غويي ۲۸مه/ باختر

جمهورريیس محمد اشرف غني نن مازيګر د افغانستان برېښنا شرکت له لوی ريیس او مسولینو سره په کتنه کې د عوایدو لوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د یاد شرکت راپورونه او وړاندیزونه واورېدل.

جمهوررئیس غني وویل: په یاد شرکت کې باید کادري اصلاحات راشي، چې د پروژو سرعت او موثریت زیات او خلکو ته په موقع برېښنا ورسېږي. جمهوررئیس د افغانستان برېښنا شرکت کې د سیستمونو پر ډیجیټلي کولو ټینګار وکړ وې ویل، د برېښنا هره پروژه باید واضح پلان، حرکت او ځواب ویونکی مسوول ولري او باید خلکو ته د برېښنا رسېدو لپاره لازم اقدامات وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته