سیاست

دملي دفاع وزير دامريکا ددفاع له وزير سره وکتل .

٥٤-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير له خپل افغاني سيال  سره په کتنه کې  وويل ، ٢٠١٤ کال افغان امنيتي ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدونې پاى دى نه زموږ دشتون پاى .

    دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،  دافغانستان او سيمې  امنيتي حالات اودملي اردو پرمختيا ، افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيت دليږدونې چمتووالي ، افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيت دمسووليتونو دليږدونې برياليتوب او دملي اردو دهوايي ځواکونو سمبالول ، ددواړو هيوادونو دخبرو په سرکې و .

 دملي دفاع وزير دخپلو خبرو په بهير کې  دامريکا دمرستو  له امله  مننه وکړه او څرګنده يې کړه افغان امنيتي ځواکونه تياري لري  چې  دټاکل شوي پروګرام  له مخې دامنيت تامينول  په غاړه  واخلي ، ده دامنيت دليږدونې دپروګرام دويم پړاو مثبت وباله او په معياري وسلو او وسايطو سره دملي اردو دسمبالولو  په باب څرنګه چې له ٢٠١٤ کال وروسته دهيواد ددفاعي ځواکونو دفاعي  وړتيا پراختيا او وکولاي شي په مستقل ډول دهيوادکورني  او بهرني امنيت تا مين کړي  ، تينګار وکړ .

 په مقابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير زموږ دهيواد دملي دفاع دوزير دخبرو دمهم بللو په ترڅ کې وويل،  ٢٠١٤  کال افغان امنيتي ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدولې پاى دى نه زموږ دشتون پاى،  موږ به تر هغه وخته پورې دافغانستان تر څنګ پاتې شو چې ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان کولاي شي ټول ګواښونه له منځه يوسي .

 په پاى کې دواړو  لورو دسيمې دامنيت مسئلې سيمه ئيزې اړيکې او په اوږدمهالي  کې  دافغانستان او امريکا ددولتونو ترمنځ دتفاهم ارزښت ګټور وبلل او دهمکاريو دوام يې دهيواد او سيمې دامنيت لپاره ګټور وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته