ټولنه

د اسلام له نظره د ښځو د حقوقو د دفاع د رهبرۍ د کميسيون د دندو د لايحې په باب خبرې وشوې

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
د اسلام له نظره د ښځو د حقوقو د دفاع د رهبرۍ د کميسيون د دندو لايحه نن په يوه غونډه کې وڅيړل شوه.
د باختر آژانس دخبرله مخې: دغه غونډه چې د ښځو د چارو وزارت د پاليسۍ او مسلکي معينې سپوږمۍ وردګ په مشرۍ جوړه شوه، د حج او اوقافو وزارت، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا ، د علومو اډکامۍ او د کابل پوهنتون استازو  پکې ګډون کړى و.
په دې غونډه کې د ښځو د چارو معينې وويل چې بايد په هېواد کې د ښځو او نارينه و د حقوقو د برابرۍ لپاره کار ترسره شي.
د غونډې په پاى کې برخه والو د اسلام له نظره د ښځو د حقوقو د دفاع د رهبرۍ د کميسيون د دندو د لايحې د بډاينې په خاطر خپل پيشنهادونه وړاندې کړل.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته