امنیت

په هرات کې دنشه يي توکو دپيسو دلېږدونې په اړوند ديو صراف نيول کيدل

کابل باختر دغبرګولي ٣١مه :
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکوپرخلاف  دمبارزې مديريت  پوليسو ددغه ولايت يوصراف دنشه يي توکو دپلورنې له پلوه  دپيسو دلېږدونې په اړوند  ونيوه .
دغه صراف له څه مودې راپديخوا دپوليسو تر څارنې لاندې و ، چې پرون وپېژندل شو او له دوه زره اته سوه  دوه نوي  امريکايي ډالرو ، څلور سوه يوولسو زرو پنځه سوه افغانيو او پنځه سوه  دوه نوي زره  اووه سوه لسو پاکستاني کلدارو سره يوځاى  ونيول شو او  دکان يې  داړوندو ادارو په شتون  مهر او لاک  شو .
نيول شوي  سړي  دنشه يي توکو  دپلورنې له پلوه  دپيسو دلېږدونې په باب چې څو ورځې مخکې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  مديريت  دکارکوونکو په واسطه  کشف  او ضبط شوي و ، په خپل جرم اعتراف کړى دى او دپوليسو تر څارنې لاندې دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته