امنیت

دکورنيو چارو وزير دقندهار په ارغستان کې ځانمرګي بريد وغانده

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دقندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد دملي پوليسو  اودښوونځي  دشپاړلسو تنو دشهادت اوټپي کيدو سبب شوي دي .

په هغي اعلاميه کې  چې دکورنيو چارو وزارت له خوا خپره شوى ده ويل شوى دى  چې يو ځانمرګي بريد کوونکى  په چاوديدونکي توکو بار له يوسرف ډوله  موټر څخه په استفادي سره نن له غرمې مخکې په نهو بجو اوپنځه څلويښتو دقيقو ځان دارغستان ولسوالۍ دقراول په وړاندې وچاوه  چې له امله يي ديوملکي وګړي په ګډون څلور تنه ملي پوليس شهيدان اوشبږتنه نور پوليسان ټپيان شول .

ددغه ځانمرګي بريد له امله دښوونځي پنځه تنه زده کوونکي هم ټپيان شوي دي  چې په ډير لنډوخت کې دامنيتي ځواکونو اودسيمې دخلکو له خوا روغتون ته وليږدول شول .

دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه هييت دافغانستان دخلکو  ددښمنانو دغه غيراسلامي  اوغيرانساني وحشيانه عمل په کلکه غندي اودلوى خداى ج له دربارڅخه دپيښې دشهيدانو کورنيو ته دجميل صبر اوټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته